انصار: (د کب 13 مه) ،د خوړو نړیوال سازمان له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د ۲۰.۱ میلیونه یورو د مرستې خبر ورکړی.
یاد سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغو پیسو به وتوانېږي، په ۲۶ ولایتونو کې له ۳۰۰ زرو څخه زیاتو افغانانو ته د خوړو خوندیتوب په برخه کې مرستې ورسوي.
بلخوا، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارزدافیرې «رافایلا اودیچي» ویلي چې دغې ټولنې د خوړو له نړیوال پروګرام سره په ګډه یو پروګرام پېل کړی چې هدف یې د هېواد په کچه د اقلیم بدلون اغېزو مخنیوي ته چمتوالی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې اروپايي ټولنې په تېرو پنځو کلونو کې څه باندې ۲۶۰میلیونه ډالره په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام په واک کې ورکړي چې په دې کې بېړنۍ مرستې، د خوارځواکۍ مخنیوي توکي او نورې بشري مرستې شاملې دي.
دا مرستې داسې مهال شوې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي چې دغه سازمان په افغانستان کې بشري اړتیاوو ته د رسېدو لپاره یوازې درې فیصده بودجه ترلاسه کړې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30420